له کندزولايت نه په ترلاسه شوي تازه خبر کې راغلي چې ددغه ولايت د خان اباد په ولسوالۍ کې داربکي قومندانانو (علي محمد چوب کله او بلوچ) تر منځ خونړۍ نښته شوې.
دخبري سرچينې دخبرپه حواله نښته نن دورځي 9 بجې د يادي شوي ولسوالۍ په ايشان ټوپ او شاوخوا سيمو کې رامنځته شوه چې دخبرله قراره پوره دوه ساعته يې دوام وکړ او له دواړو خواوو درنې وسلې وکارول شوې.
له سيمي نه عيني شاهدان وايي چې ددغې مخامخ نښتي په ترڅ کې د قومندان چوب کله 3 تنه اربکيان ووژل شول او د قومندان بلوچ 1 تن اربکی مړ او بل ټپي شو.
خبرځای زياته کړې وروسته سيمي ته ګڼ شمېر پوليس د قومندان بلوچ دمرستي له پاره راغلل چې د قومندان چوب کله اربکيانو پرې بريد وکړ، په بريد کې 1 صاحب منصب او 3 تنه پوليسو خپل ژوند له لاسه ورکړ او له دې علاوه يو عراده رېنجرموټر وويشتل شو چې په بشپړه توګه ويجاړشو.
2013-11-30
افغانستان